ایرانۍ خبریاله د خپل ترور د زوی له‌خوا و‌وژل شوه

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۸

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې د «صدا و سیما» خبري اژانس خبریاله زهرا میرزايي د خپل ترور د زوی له‌خوا وژل شوې ده.

د ایراني پولیسو د څېړنو له‌مخې؛ «قاتل» د یادې ایرانۍ خبریالې د ترور زوی ښودل شوی او پولیسو نیولی دی.

پولیس وايي، «قاتل» خپل جرم منلی او د پېښې لامل یې د څو ګرامو «سره زرو» غلا بللې ده.

د زهرا میرزایي مړی د څېړنو په موخه عدلي طب ته لېږدول شوی دی.

نور خبرونه

رادیو