د خوړو نړۍوال پروګرام د وږو خلکو د ژغورنې لپاره له سختو ننګونو سره مخ دی

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۷

د خوړو نړۍوال پروګرام په ۲۰۲۴ کال کې تر ۱۰۰ مېلیونو ډېرو خلکو ته شاوخوا ۹.۸ مېلیارده ډالر د بشرپاله خدمتونو په برخه کې لګولي، چې نږدې نیمایي دا پیسې د امریکا متحده‌ایالاتونو له خوا برابرې شوې دي.

د امریکا د اېن‌پي‌ار راډیو د راپور پر بنسټ، د مرستو ډېر کمښت او په ځانګړي ډول د امریکا تر مالي ملاتړ وروسته، یاد نړۍوال بنسټ سږکال د ۴۰ سلنه بودیجې له کمښت سره مخ دی.

د جان هاپکنز پوهنتون د بشري روغتیا مرکز رییس پاول شپیګل وايي: «زه له نږدې ۳۰ کلونو راهیسې د بشرپاله مرستو په برخه کې کار کوم او ما هېڅکله داسې وضعیت نه دی لیدلی. په نړۍواله کچه د خوړو په مرستو کې دا لوی کمښت کولای شي ویجاړونکی اوسي.»

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د مرستو ناڅاپي کمښت به د ډېرو اړمنو خلکو د مرګ لامل شي.

له دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام د اپرېل په میاشت کې د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې خبرداری ورکړی و، چې له ۱۴ هېوادونو سره د امریکا د مرستو بندېدل به د مېلیونونو خلکو لپاره «د مرګ سزا» وي.

که‌ څه هم د ټرمپ دولت د دې مرستو یوه برخه بېرته ورکړې وه، خو د افغانستان او یمن غوندې هېوادونو لپاره بیا دا مرستې تمدید نه شوې.

د یادونې ده، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خوړو له نړۍوال خوراکي پروګرام سره د امریکا مرسته شاوخوا ۲۸۰ مېلیونه ډالر وه، خو اوس د ټرمپ دولت دا مرسته صفر ته راټیټه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو