د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي، چې پاکستان د هند پوځي اقداماتو ته په کلکه ځواب ورکړی؛ خو هغه په دې تړاو ډېر جزییات نه دي ورکړي.
هغه له دواړو خواوو غوښتي، چې د یو بل پر وړاندې دې له نورو اقداماتو ډډه وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د یوې خبري ناستې پرمهال د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
هغه ویلي: «موږ د روان وضعیت په اړه اندېښمن یو.»
هغه زیانه کړې: «چین د ترهګرۍ مخالفه هېواد دی. موږ له دواړو خواوو غواړو، چې د سولې او ټیکاو ټینګښت لپاره کار وکړي او د یو بل پر وړاندې له زغم کار واخلي.»