د واشنګټن په مشرۍ؛ امریکا او اسراییل د غزې لپاره پر لنډمهالې ادارې غور کوي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۷

د پنجشنبې په ورځ پنځو سرچینو رویټرز ته ویلي چې واشنګټن او تل ابیب د غزې لپاره د امریکا په مشرۍ پر یوې لنډمهالې ادارې خبرې اترې پیل کړې دي.

د لنډمهالي حکومت موخه به د غزې غیرنظامي کول او ثبات راوستل وي چې یو ثابت فلسطینی حکومت جوړ شي.

دا لوړ پوړې مشورې تر اوسه په لومړني پړاو کې دي او هیڅ تضمین نشته چې دغه بحثونه به کومه پایله ولري.

د خبرو اترو پربنسټ، د امریکا په مشرۍ اداره کې به حماس او فلسطینۍ اداره نه وي.

د سرچینو په وینا، د دغې ادارې کاري موده او دوام به د غزې په وضعیت پورې تړلی وي. دغه پروسه د عراق له ایتلافي موقتې ادارې سره ورته ګڼل شوې، چې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا په مشري جوړه شوه.

ځینې نور هېوادونه به په دې اداره کې له امریکا سره یو ځای شي، خو سرچینې دا نه وايي، چې کوم هېوادونه به وي.

نور خبرونه

رادیو