ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولي: پاکستان هند ته د برید ځواب ورکولو حق لري

۱۹ ساعتونه مخکې

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازولي وايي، چې دوی د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبر ورکړی، چې پاکستان د هند د برید ځواب ورکولو حق لري.

دغه استازولۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې هند په وروستي برید سره د پاکستان د حاکمیت او له نړیوال قانون سرغړونه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبر ورکړل شوی چې پاکستان حق لري، د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې د ځان د دفاع د خپل ذاتي حق سره سم په مناسب وخت او ځای کې د دې تیري په وړاندې مناسب ځواب ورکړي.»

نور خبرونه

رادیو