هند هم د جمو په پنځو سرحدي ولسوالیو کې ښوونیزې ادارې رخصت کړې

۲۲ ساعتونه مخکې

د هند انډیا ټوډې ورځپاڼې د جمو د ځایي چارواکو په حوالې خبر ورکړی، چې د جمو په پنځو سرحدي ولسوالیو کې یې ټولې ښوونیزې ادارې نن د چهارشنبې په ورځ رخصت کړې دي.

د جمو زون مشر رامېش کمار ویلي: «اوسني وضعیت ته په کتو به نن په جمو، سامبا، کتوا، راجوري او پونچ کې ټول ښوونځي، کالجونه او ښوونیزې ادارې رخصت وي.»

پر پاکستان د هند تر برید وروسته په پنجاب کې هم ښوونیزې ادارې رخصت شوې دي.

نور خبرونه

رادیو