پر پاکستان د هند برید؛ قطر له ډیپلوماتیکو لارو د کړکېچ د حل غوښتنه کړې ده

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۷

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان او هند تر منځ د کړکېچ پر دوام اندېښنه څرګنده کړې او له دواړه هېوادونو یې غوښتي، چې دغه کړکېچ له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.

په خبرپاڼه کې له دواړو هېوادونو د زغم غوښتنه شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ دې د اړیکو چېنلونه پرانیستل شي؛ ترڅو د خبرو اترو له لارې د روان کړکېچ ستونزه هواره شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت دارنګه له دواړو هېوادونو د زغم غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو