خلیلزاد هند او پاکستان ته: دواړه خواوې باید د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره کار وکړي

۱۰ ساعتونه مخکې

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې دواړه خواوې «هند او پاکستان» باید د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره کار وکړي.

هغه په ایکس پاڼه لیکلي: «په کشمیر کې د ترهګریز برید په ځواب کې، هند په پاکستان کې پر اهدافو بریدونه کړي، او اسلام اباد یې ځواب ورکوي.»

خلیلزاد، د تاوتریخوالي دا لړۍ وحشتناکه بللې، او پر دواړو هېوادونو یې غږ کړی، چې له زیات تشدد څخه ډډه وکړي. ترهګري د حل لاره نه، بلکې د غم او تباهۍ لامل کېږي.

نور خبرونه

رادیو