د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویکرم مصري وایي، چې د پاکستان په خاوره کې د دغه هېواد بریدونه «پر ځای، متناسب او مسوولانه» وو.
هغه په یوه خبري غونډه کې وویل: «دوه اوونۍ وړاندې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې برید د ګرځندوی د کمزوري کولو له لارې د سیمه ییز اقتصاد د ویجاړولو لپاره طرح شوی و.»
هغه زیاته کړه، چې داسې نښې نښانې شته چې د پاکستان له خوا د هند پر وړاندې نور بریدونه هم پلان شوي دي.