د هند پوځ: په کشمیر کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې درې ملکي هندیان وژل شوي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۷

د هند پوځ وایي، چې په کشمیر کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې درې ملکي کسان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر پاکستان د هند د بریدونو په پایله کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي.

له دغو بریدونو وروسته هند پر پاکستان د خپلو پوځي عملیاتو دفاع وکړه او ویې ویل، چې دغه اقدامات هدفمند او دقیق و.
د دوی په خبره: «دغه اقدامات هدفمند او مسوولانه و. هېڅ ملکي، اقتصادي یا د پاکستان پوځي هدفونه په نښه شوي نه دي او یوازې ترهګریزې اډې تر پېژندلو وروسته په نښه شوي.»

نور خبرونه

رادیو