د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییل د هوايي بریدونو له امله چې پر یوه ښوونځي او بازار شوي، لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي. دغه ښوونځی، چې د جګړې له امله بېځایه شوې کورنۍ پکې میشتې وې، د غزې ښار په تفاح سیمه کې دی.
لومړي برید ښوونځي په نښه کړ، چې ۱۵ تنه پکې ووژل شول. وروسته، د ښار په یوه ګڼ بازار او رستورانت برید شوی، چې ۳۳ تنه پکې وژل شوي.
د رویټرز ویډیوګانې ښيي چې ژوبل کسان په چټکۍ له ځایه امبولانسونو ته لیږدول کیږي.
یوې ښځې، چې یو ماشوم یې له لاسه نیولی و، چیغې وهلې چې د وینې ډنډونه یې لیدلي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې هم د بوریج کمپ په یوه ښوونځي کې، چې بېځایه شویو ته یې پناه ورکړې وه، د اسرایيلي برید له امله لږ تر لږه ۳۳ تنه وژل شوي وو. اسرایيلي پوځ ادعا کړې چې د حماس جنګیالي یې هدف ګرځولي.