رویټرز: ښايي امریکا ډیر ژر کډوال د پوځي الوتکو له لارې لیبیا ته وشړي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۷

رویټرز په خپل یوه ځانګړي راپور کې د درې لوړ پوړو امریکايي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا حکومت پلان لري، چې ډیر ژر یو شمېر کډوال د پوځي الوتنو له لارې لېبیا ته وشړي، خو تر اوسه لا د یادو کډوالو شمېر نه دی په ډاګه شوی.

دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې ښايي د امریکا حکومت دغه پلان د چار شنبې په ورځ عملي کړي، خو د دې امکان هم شته چې دا پلان بدل شي.

په ورته مهال د امریکا دفاع وزارت لیبیا ته د کډوالو د شړلو د پلان په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې او سپینې ماڼۍ او د کورنیو چارو وزارت هم د یادې موضوع په اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:« موږ له نورو حکومتونو سره د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو جزییات نه افشا کوو.»

د رویټرز په راپور کې ویل شوي، چې تر اوسه لا دا نه ده په ډاګه شوې، چې لیبیا ته لیږدول کېدونکي کسان د کومو هېوادونو تابعیت لري او په دې اړه د امریکا او لیبیا ترمنځ د کوم رسمي تړون په اړه هم جزئیات نه دي ورکول شوي.

ټرمپ، چې د کډوالۍ موضوع یې د خپل ټاکنیز کمپاین یوه مهمه برخه کړې وه، له ولسمشر کېدو وروسته پر کډوالو سخت فشارونه پیل کړل. د راپورونو له مخې، تر تیرې دوشنبې پورې د ټرمپ ادارې ۱۵۲ زره کسان له امریکا څخه ایستلي دي.

د ټرمپ اداره هڅه کوي، چې کډوال په داوطلبانه توګه له هېواده وباسي او د نه وتلو په صورت کې هغوی ته د جریمو، قانوني حیثیت ختمولو، او ان خطرناکو زندانونو ته د شړلو ګواښونه هم شوی دي.

پر همدغه مهال د ختیزې او لویدیزې لیبیا حکومتونو د یادې موضوع په اړه ناخبري ښودلې ده.

یوه امریکایي چارواکي ویلي، چې د ټرمپ اداره له څو اونیو راهیسې د هغو هېوادونو په اړه ارزونه کوي، چې د کډوالو ورشړلو لپاره چمتووالی لري او لیبیا هم د یادو هېوادونو په نوملړ کې ده.

لیبیا ته د کډوالو د شړلو راپورونه په داسې حال کې ورکول شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپل وروستي راپور کې د لیبیا زندانونه د ژوند له پلوه ګواښونکي او د بې بنسټه نیولو ځایونه بللي دي.

په ورته مهال امریکا خپل وګړي لیبیا ته له سفر کولو هم منع کړي دي.

نور خبرونه

رادیو