د پاکستان پوځ: د هند په بریدونو کې ۲۶ پاکستاني ملکي وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي

۲۲ ساعتونه مخکې

د چهارشنبې په سهار د پاکستان د پوځ ویاند شریف چوهدري د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، چې پر دغه هېواد د هند په بریدونو کې ۲۶ پاکستاني ولسي وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.

خو تر دې وړاندې بیا د هند انډیا ټوډې ورځپاڼې د لوړپوړو امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د چهارشنبې په سهار هندي ځواکونو په پاکستان او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې د «ترهګرو» پر مرکزونو د بریدونو کې له ۸۰ ډېر «ترهګر» وژلي دي.

نور خبرونه

رادیو