د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د هند بریدونه غندلي او دا یې د نړۍوالو قوانینو، ملګرو ملتونو د منشور او ټولو اصولو سرغړونه ګڼلې ده.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د خپل حاکمیت او ځکمنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره به ورته عمل تر سره کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند د بریدونو په ځواب کې ویلي، چې د هند مشران غواړي د ترهګرۍ په پلمه خپل درواغجن داستان پر مخ بوځي.
د یاد وزارت په خبره: «د ملګرو ملتونو د ۵۱مې مادې او نړۍوال قانون له مخې د همدې برید د ځواب ورکولو حق لري؛ خو مناسب ځای او وخت ته ګوري.»
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د هند په برید کې ملکي کسان وژل شوي او سوداګریز هوايي ترافیک ته جدي ګواښ جوړ شوی.
په اعلامیه کې راغلي، چې د هند دا بې پروا اقدام دوه اټومي وسلې لرونکي هېوادونه جدي شخړې ته درولي او اوسنۍ وضعیت به لا هم بدل شي.
وزارت ویلي، چې وسله وال ځواکونه او ولس یې د هند د تېري په وړاندي یو موټي دي او له خپلې خاوري به دفاع کوي.