فریدریښ مېرڅ په دویم پړاو رایه اچونه کې د جرمني صدراعظم وټاکل شو

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۶

د جرمني محافظه‌کار ګوند مشر فریدریښ میرڅ د سې شنبې په ورځ په دویم دور ټاکنو کې د پارلمان له خوا د جرمني د نوي صدراعظم په توګه وټاکل شو.

مسیحي دیموکراتانو او مسیحي سوسیال اتحادیې ایتلاف د فبرورۍ په فدرالي انتخاباتو کې بری ترلاسه کړ او له سوسیال ډیموکراټ ګوند (SPD) سره یې د حکومت جوړولو تړون وکړ.

میرڅ نن په لومړي دور ټاکنو کې اکثریت رایې ترلاسه نه کړای شوې. دا د جرمني په تاریخ کې لومړی ځل و چې د بوندسټاګ یا پارلمان په لومړي دور کې کوم ټاکل شوی صدراعظم د اړین اکثریت ترلاسه کولو کې ناکامیږي.

فریدریښ میرڅ په لومړنۍ سري رایه اچونه کې یوازې ۳۱۰ رایې ترلاسه کړې وې، چې له ضروري اکثریت ۳۱۶ رایو څخه شپږ رایې کمې وې.

د سوسیال مسیحي دیموکراتانو اتحادیه او سوسیال دیموکرات ګوند په پارلمان کې ټولې۳۲۸ څوکۍ لري.

د جرمني پارلمان (بوندسټاګ) په دویمه غونډه کې ۶۱۸ وکیلانو ګډون کړی و، چې ۳۲۵ وکیلانو د نوموړي صدراعظمۍ ته رایې ورکړې.

نور خبرونه

رادیو