د روسیې دفاع وزارت نن سې شنبه اعلان وکړ چې مسکو او کیېف یو له بله سره د جګړې ۲۰۵-۲۰۵ اسیران تبادله کړي دي.
د وزارت په وینا، دغه تبادله د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب ترسره شوې.
خوشي شوي روسي پوځیان دا مهال په بلاروس کې دي.
د جګړې له پیل راهیسې دواړو لوریو څو ځله اسیران تبادله کړي، خو تازه تبادله د شمېر له مخې د پام وړ ده.
اوکراین تر دې دمه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو د پخوانیو مواردو په څېر تمه ده چې کییف به هم خوشي شوي سرتېري د اتلانو په توګه وستايي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړې، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې روانه ده، تر اوسه زرګونه کسان وژلي او میلیونونه نور یې بېکوره کړي دي.
د اسیرانو تبادله له هغو محدودو برخو څخه ده چې ښايي دواړه لوري پرې موافقه وکړي.