د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هند بریدونو ته په غبرګون وویل، چې ددغه هېواد برید ته به پرېکنده ځواب ورکړي.
نوموړي دغه بریدونه بزدلانه بللي او ویلي یې دي، چې د هند پوځ د پاکستان په خاوره کې په پنځو نقطو بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان دفاع وزیر هم د هند برید ته ځواب ویلو خبرداری ورکړی.
اخوا، د هند دفاع وزارت بیا په یوه بیان کې وویل، چې د پاکستان په خاوره کې یې «سندور عملیات» ترسره کړل.
دغه وزارت په خپل بیان کې زیاته کړې، چې هندي ځواکونو د پاکستان په خاوره او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګریزو فعالیتونو اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.
د هند د دفاع وزارت د معلوماتو لهمخې، په دغو عملیاتو کې د ترهګرو ډلو اړوند ۹ مرکزونه په نښه شوي دي.