اسراییل وايي د یمن نړیوال هوايي ډګر یې بشپړ له کاره غورځولی

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۶

اسراییلي پوځ د سې شنبې په ورځ وویل، چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي وسله والو پر ضد یې د یمن پلازمېنه صنعا کې هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې د دې ښار مرکزي نړۍوال هوايي ډګر بشپړ غیر فعال شوی او یو شمېر برېښنایي تاسیسات هم په نښه شوي دي.

دا په دوه ورځو کې دویم برید دی چې ترسره کیږي او دا وروسته له هغې ترسره شو چې حوثیانو د اسراییل پر نړۍوال هوايي ډګر توغندی ویشتلی و او اسراییل یې په غبرګون کې بریدونه پیل کړل.

حوثیانو پورې تړلی ټلویزیون "المسیره" دا بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي چې هوايي ډګر په نښه شوی دی.

په اسراییلي تلویزیون خپرې شوي ویډیوګانې ښيي چې تور لوګي د صنعا له اسمان نه پورته کېږي.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه کوم دقیق معلومات نه دي خپاره شوي.

نور خبرونه

رادیو