د امریکا متحدهایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د یمن حوثي وسلهوالو د هغه دولت ته خبر ورکړی، چې نور د جګړې د دوام اراده نهلري.
د هغه په وینا، متحدهایالاتو هم پرېکړه کړې چې د دغې ډلې پر مرکزونو بمباري ودروي.
د سياېناېن خبري شبکې د راپور پر بنسټ، دا پرېکړه د متحدهایالاتو او حوثي وسلهوالو ترمنځ د اوربند د هوکړې په پایله کې شوې ده.
د دې هوکړې موخه د مثبتې فضا ټینګښت او له ایران سره د اټومي مذاکراتو چټکتیا بلل شوې ده.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د کاناډا له صدراعظم مارک کارني سره په یوې خبري غونډه کې وویل: «حوثیانو موږ ته ویلي چې نور جګړه نه غواړي او د دغه پیغام په ځواب کې موږ پر هغوی بمباري دروو.»
ورته مهال، د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسیدي هم په دې هوکړه کې د خپل هېواد د منځګړيتوب رول تایید کړی او وايي، چې دواړو خواوو ژمنه کړې څو د یو بل پر وړاندې به هېڅ ډول بریدونه نه کوي.
د دې هوکړې لهمخې، په سور سمندر او بابالمندب تنګي کې پر امریکایي کښتیو له هر ډول بریدونو ډډه شوې ده.
د امریکا او حوثي وسلهوالو ترمنځ دغه اوربند داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو اوونیو کې په سور سمندر کې تاوتریخوالی ډېر شوی او د متحدهایالاتونو په ګډون پر نړۍوالو د دغې ډلې بریدونو ګڼ غبرګونونه راپارولي وو.