د راتلونکې اونۍ په پیل کې؛ د ایران او امریکا څلورم پړاو اټومي خبرې په عمان کې کیږي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۶

تمه ده چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د اټومي شخړې په اړه د خبرو اترو څلورم پړاو د راتلونکې اونۍ په پیل کې د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شي.

رویټرز د سې شنبې په ورځ (می ۶مه) راپور ورکړی، چې دا خبرې به د مې پر ۱۱مه د یکشنبې په ورځ، بیا پیل شي.

یوې ایرانۍ سرچینې چې د مذاکرې له ټيم سره نږدې ده، رویټرز ته ویلي چې خبرې به د دوو ورځو لپاره وي او ښايي یا د شنبې او یکشنبې یا د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ ترسره شي.

یادې خبرې چې پخوا د مې درېیمې لپاره په روم کې پلان شوې وې، د منځګړي هېواد عمان له‌خوا د لوژستیکي دلایلو له امله وځنډول شوې. اوس د خبرو تمرکز مسقط ته اوښتی دی.

د امریکا مخکښ استازي سټیو وټکوف هم ویلي چې واشنګټن هڅه کوي دغه خبرې راتلونکې اونۍ بیا پیل کړي. دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له واشنګټن سره پر ډېپلوماټیک تعهد ټینګار وکړ.

له دې جلا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن له ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان سره د یادو خبرو پرمختګ ارزولی او ویلي یې دي چې مسکو چمتو دی د ایران او امریکا ترمنځ د یو عادلانه تړون لپاره منځګړیتوب وکړي.

ډونالډ ټرمپ، چې په ۲۰۱۵ کې له ایران سره د نړۍوال اټومي تړون نه وتلی و، ګواښ کړی چې که د ده له ادارې سره نوی تړون ونه‌شي، نو پر ایران به بمباري وکړي.

لویدیز هېوادونه شک لري چې ایران غواړي اټومي وسلې جوړې کړي، خو ایران ټینګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د ملکي اهدافو لپاره دی.

نور خبرونه

رادیو