اسراییل د پوځي عملیاتو له لارې ټوله غزه نیسي

۴ ساعتونه مخکې

د اسراییلي چارواکو په وینا، اسراییل ښایي د غزې ټوله سیمه د حماس پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ونیسي، چې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امنیتي کابینې له‌خوا تایید شوي.

یوه لوړپوړي دفاعي چارواکي ویلي چې دا عملیات به منځني ختیځ ته د ولسمشر ټرمپ له سفر وړاندې نه کیږي.

دغه پرېکړه وروسته له هغه کیږي، چې د اوربند هڅې له اونیو راهیسې بې‌نتیجې پاتې شوې دي.

د اسراییلي حکومت یو ویاند رسنیو ته ویلي، دا عملیات به د غزې د نیولو لپاره نه وي، بلکې د پراخو پوځي اقداماتو لپاره به احتیاطي سرتېري وربلل کېږي.

د اسراییلو ملي رسنۍ کان رپوټ ورکړی چې دا پلان به تدریجي وي، څو میاشتې وخت به ونیسي،او لومړی تمرکز به د غزې پر یوه برخه وي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، تر دې دمه اسراییلي پوځ د غزې شاوخوا یو پر درېیمه برخه نیولې، خلک یې بې‌ځایه کړي او هلته یې د څارنې لپاره امنیتي برځونه جوړ کړي دي.

نوی پلان دا دی چې ټوله غزه ونیول شي، ملکي خلک جنوب ته ولیږدول شي او حماس ته د بشري مرستود رسېدو مخنیوی وشي.

یوه چارواکی ویلي، د مرستو وېش به نور د ملګرو ملتونو یا نړیوالو موسسو پر ځای، خصوصي شرکتونه ترسره کوي او دا به یوازې د رفح په جنوبي برخه کې وي.

دفاعي چارواکي دا هم ویلي چې د ولسمشر ټرمپ د سفر پر مهال د اوربند او بندیانو د تبادلې لپاره یوه موقع برابره ده.

د حماس یو مشر محمود مرداوي دغه فشارونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیڅ معامله به ونه‌شي.

نور خبرونه

رادیو