د حوثیانو رسنۍ راپور ورکوي، چې امریکا یو ځل بیا د یمن په پلازمېنې صنعا کې د السواد پر پوځي اډې هوایي بریدونه کړي.
که څه هم د دې پېښې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو تر دې وړاندې د حوثیانو اړوندو رسنیو راپور ورکړی و، چې د الحدیده په باجل کې پر یوې کارخونې د اسراییل په هوایي برید کې دوه کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي.
د اسراییل پوځ څو ساعته مخکې له څه باندې ۲۰ جنګي الوتکو سره د یمن په الحدیده بندر او شاوخوا سیمو کې د حوثیانو پر اډو بریدونه کړي دي.