د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې له ایران سره یې د خبرو اترو موخه د دغه هېواد د اټومي پروګرام په بشپره توګه له منځه وړل دي.
هغه د اېن بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې زیاته کړې، چمتو دی چې د دغه پروګرام د لرلو لپاره د ایران دلایل واوري؛ خو په دې شرط چې تهران د اټومي وسلو پروګرام پای ته وسوي.
د ټرمپ په خبره:« غیرنظامي انرژي ډېری وخت د پوځي جګړو لامل کېږي او موږ نه غواړو، چې دوی اټومي وسلې ولري. دا یو ډېر ساده تړون دی.»
د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر د خبرو اترو د څلورم پړاو د ځنډ سره، سره ایراني چارواکي د خبرو اترو پر دوام او یوې هوکړې ته په رسېدو ټینګار کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تېره ورځ پر اېکس پاڼه کاږلي و، چې تهران به د یورانیمو د غني کولو له پروګرام څخه په شا نه شي او اوږدمهاله هوکړې ته رسېدل د واشنګټن په سیاسي ارادې او عادلانه چلند پورې اړه لري.
عراقچي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وویل، چې دریځ نیونه او پاروونکې څرګندونې به یوازې په خبرو اترو کې د بریالیتوب فرصتونه له منځه یوسي.
له بل پلوه د ټرمپ او خامنهیي د استازو ترمنځ څلورمه غونډه چې ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ په روم کې ترسره شي؛ لغوه او یوې نامعلومې نېټې ته وځنډول شوه.