د هند احتمالي برید؛ نړیوالو هوايي شرکتونو د پاکستان له فضايي حریم نه مخه اړولې ده

۵ ساعتونه مخکې

د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سره هممهاله د اروپا مشهورو هوايي کرښو د پاکستان د هوايي حریم له استعمال نه ډډه کړې ده.

د فرانسې ایر فرانس او د جرمني لوفت‌هانزا هغه شرکتونه دي چې د الوتنې تعقیب سیسټمونو او چارواکو د څرګندونو له مخې یې د دوشنبې په ورځ د پاکستان له فضایي حریم څخه استفاده بنده کړې ده.

دا اقدام په هندي کشمیر کې د پهلګام له ترهګریز برید وروسته کیږي.

هند د ځوابي اقدام په توګه د پاکستاني الوتکو پر وړاندې خپل فضایي حریم بند کړی او پاکستان هم په ورته ګام لاس پورې کړی دی.

لوفت‌هانزا رویټرز ته ویلي، چې دغه شرکت به تر دویم امره له پاکستاني فضایي حریم څخه الوتنې دروي اودا چاره به د اسیايي مسیرونو د الوتنو وخت زیات کړي. ایر فرانس هم ویلي چې د هند، بنکاک او هو چي من (ویتنام) پر لور خپلو الوتنو کې بدلون راولي او دا بدلونونه به د الوتنې مزل وغځوي.

د فلیټ‌رادار۲۴ معلومات ښيي چې د برېتانیا بریتیش ایروېز، سویس انټرنشنل او اماراتو ځینې الوتنې د عرب سمندر پر ځای شمال لور ته د هند له لارې شوې دي.

دغه تغیرات نه یوازې د الوتنو وخت او د تیلو لګښت زیاتوي، بلکې د پاکستان د هوايي ترافیک له فیسونو عواید هم کموي.

پاکستان د هرې الوتنې پر سر د الوتکې وزن او واټن ته په کتو، سلګونه ډالر فیس ترلاسه کوي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو