د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، داسې استخباراتي معلومات تر لاسه شوي چې هند ښايي د کنټرول کرښې شاوخوا په هر ځای برید وکړي.
نوموړي وویل: « هند ته به، ان شاءالله، خوله ماتوونکی ځواب ورکړل شي».
د جیو نیوز د رپوټ له مخې، خواجه اصف زياته کړه چې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف له وړاندې غوښتنه کړې چې د پهلګام پېښې د پلټنو لپاره نړيوال کميسيون جوړ شي، چې دا څرګنده شي چې ايا «پخپله هند، يا هلته کومې ډلې» پکې ښکېلې دي، او دا هم روښانه شي چې پر پاکستان لګول شوي تورونه څومره رښتيني دي.
ده وويل: « فیصله دې وشي چې نريندرا مودي دروغ وايي که رښتيا، بیا به نړۍ ته ووايو چې مودي ته دروغجن يې، د ټولې نړۍ امن دې خراب کړی دی».
د پاکستان دفاع وزیر دا هم وویل چې مودي يوازې د ټاکنو لپاره دا لوبه کوي او هند د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په ناامنیو کې ښکېل دی.
نوموړي وويل چې پاکستان په۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې د ملګرو ملتونو سازمان ته داسې ویډیوګانې او ثبوتونه وړاندې کړي چې ښيي هند څنګه خلکو ته پیسې ورکوي چې په پاکستان کې ترهګري وکړي.
خواجه اصف زياته کړه: « اوس هم پر موږ چې کوم بریدونه کېږي، هغه د افغانستان له خاورې ترسره کېږي. که هغه بلوچستان کې وي یا خیبرپښتونخوا ، تر شا یې هند ولاړ دی».