حوثي وسله وال وايي چې امریکا او اسراییل په یمن هوایي بریدونه کړي

۸ ساعتونه مخکې

د یمن حوثي وسله وال وایي، چې متحده ایالاتو او اسراییل د دوشنبې په ورځ په حدیده بندر برید کړی دی.

دا برید تر هغه وروسته شوی، چې حوثي وسله والو تېره ورځ د اسراییل هوايي ډګر په نښه کړ.

په دغه تازه بریدونو کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

د حوثیانو له خوا اداره کېدونکي المسیره ټلویزیون وایي، چې امریکا او اسراییل د یمن په لوېدیځ ساحل کې د حدیده په بندر شپږ بریدونه کړي او همدا ډول د باجیل په ولسوالۍ کې هم د بریدونو راپورونه ورکړل شوي.

د اسراییل پوځ تایید کړې، چې دوی د دوشنبې په ورځ په حدیده کې د حوثیانو په اهدافو یې بریدونه ترسره کړي.

د اسراییل پوځ وایي: «جنګي جېټ الوتکو د یمن د ساحل په اوږدو او نورو داخلي سیمو کې د حوثي وسله والو رژیم پورې اړوند ترهګریز اهداف په نښه کړي.»

د دوی په وینا، حدیده بندر د ایراني وسلو، پوځي تجهیزاتو او نورو تجهیزاتو د لېږد او ترهګریزو موخو لپاره کارول کېږي.

د حوثیانو په رسنیو کې راپورونه وروسته له هغه راځي چې اسراییل وویل، چې د یکشنبې په ورځ له یمن څخه توغول شوی توغندی د لومړي ځل لپاره تل ابیب ته نږدې د بن ګوریون نړۍوال هوایی ډګر په احاطه کې ولګېد.

نور خبرونه

رادیو