رویټرز خبري اژانس ته د ملګرو ملتونو یو نوی رسېدلی داخلي سند ښيي، چې امریکا له مخ پر ودې هېوادونو سره د یوه نړۍوال تړون د کمزوريکېدو هڅه کوي.
دغه تړون له مخ پر ودې هېوادونو سره د اقلیمي بدلون او اقتصادي ستونزو په برخه کې مرسته کوي.
دغه سند چې د مکسیکو، نیپال، ناروې او زامبیا هېوادونو د دایمي استازولیو لهخوا د ملګرو ملتونو د سکرټریت په همکارۍ چمتو شوی، د پرمختیایي مالي ملاتړ د څلورم نړۍوال کنفرانس (FFD4) لپاره په لومړنیو مذاکراتو کې د ۱۹۳ غړو هېوادونو دریځ څرګندوي.
ټاکل شوې چې دا کنفرانس د روان کال په جون میاشت کې د هسپانیا په سیویل کې ترسره شي.
د دغه سند پر بنسټ، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا دولت د نړۍوال مالي نظام د بدلون له ځینو وړاندیزونو سره مخالفت لري.
د چاپېریال پر ککړتیا مالیه، د مالیاتو شفافیت، د سونتوکو (تېلو) کمښت، جنسیتي برابرۍ، اقلیمي بدلون او څو نور ټکي دي چې امریکا یې په دغه تړون کې نه غواړي.
امریکا له دغه تړونه د هغو برخو د لرېکېدو غوښتنه کړې چې شرکتونه دې ته اړ کوي، څو په کومو هېوادونو کې چې اقتصادي فعالیت لري، مالیه باید ورکړي.
همداراز، متحدهایالتونو په بېوزلو هېوادونو کې د شنو پروژو کې د پانګونې د اسانتیا لپاره د درجه بندي سېسټم له اصلاحاتو سره هم مخالفت کړی دی.
د دې راپور پر بنسټ، د امریکا حکومت له دې سره مخالف دی چې باید د اقتصادي ناورین پرمهال د ټولنیز ملاتړ لپاره کافي او پرته له ځنډه بودیجه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری مخ پر ودې هېوادونه، له درنو پورونو، د طبیعي پېښو له زیانونو، او د بیارغونې لپاره له جدي مالي اړتیا سره مخ دي.
د چاپېریال او پراختیا نړۍوال انسټېټیوټ مشر ټام مېچل رویټرز ته وویل:: «دا کنفرانس د دې لپاره ډېر مهم دی چې د راتلونکي ۱۰ کلنې مودې لپاره د پرمختیایي موخو د تمویل لومړیتوبونه او اصول وټاکل شي. موږ باید ټول هېوادونه د خبرو مېز ته راوبلو، نه دا چې د ځینو هڅو مخه ونیسو یا یې کمزورې کړو.»
امریکا متحدهایالاتو دا دریځ داسې مهال غوره کړی چې لا هم په نړۍوال بانک او نړۍوال وجهي صندوق کې ترټولو لوی ونډه لرونکی هېواد بلل کېږي او د نړۍوالو مالي سیاستونو په لارښوونه کې پرېکنده رول لوبوي.