د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې هندوستان په خپله خاوره کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼې تړلې دي.
یاد ګوند په یوې خبرپاڼه کې د هند دا ګام غندلی دی.
هندوستان تر دې مخکې د پاکستان حکومت رسمي اېکس پاڼې تر څنګ د دفاع وزیر خواجه اصف پاڼې هم په خپله خاروه کې تړلې دي.
دا اقدام د دواړو هېوادونو د حکومتي مشرانو ترمنځ د روان کړکېچ پر سر د ناندریو له کبله شوی دی.