هند په کشمير کې د اوبو د دوو سترو برېښنايي پروژو د ساتنې او زېرمو د ظرفیت لوړولو پټ کار پيل کړی، چې له پاکستان سره د اوبو له اوږدمهالي تړون «اندس» څخه د وتلو لومړی عملي ګام ګڼل کېږي.
نوي ډېلي تېره مياشت د پهلګام له برید وروسته دغه تړون وځنډاوه.
درېو جګپوړو چارواکو چې له موضوع سره بلد دي، رویټرز ته وویل، چې د هند دولتي او تر ټولو سترې برېښنايي کمپنۍ ایناېچپيسي لمیټډ د مې پر لومړۍ نېټه د سالال او بګلیهار بندونو د زېرمو د خټو پاکولو عملیات پیل کړي دي.
يو چارواکی وايي: « دا لومړی ځل دی چې دغه ډول عمليات ترسره کېږي، چې د برېښنا توليد اغیز زیاتوي او توربینونو ته د زيان رسېدو مخه نيسي».
دا عملیات، چې درې ورځې يې دوام وکړ، دا معنا لري چې د بندونو له خټو سره اوبه لنډمهالې لاندې سیند ته خوشې کېږي، چې د اوبو بهیر کې ناڅاپي بدلون راوستلی شي. سرچینې وايي، هند د دې کار په اړه پاکستان ته معلومات نه دي ورکړي.
د اندس اوبو تړون، چې د نړيوال بانک په منځګړيتوب په ۱۹۶۰ز کال کې شوی، د دواړو اتومي وسله لرونکو ګاونډیانو ترمنځ د شپږو سيندونو د اوبو کارونه تنظیموي. د تړون له مخې، هند ته د دریو ختیزو سیندونو واک ورکړل شوی او پاکستان ته د درېو لوېدیزو چې چېناب هم پکې راځي، حق ورکړل شوی.
که څه هم هند ته یوازې د «رڼو اوبو» د برېښنا بندونو اجازه شته چې ډېره زېرمه نه لري، خو پاکستان تل اندېښنه ښودلې چې هند دا بندونه د اوبو کنټرول لپاره کارولی شي.
د نریندرا مودي حکومت هڅه کوي چې دا تړون بیا تنظیم کړي او له ډېرو محدودیتونو پرته د خپلو اوبو پروژې پراخې کړي.
د هند د اوبو وزیر تېره میاشت ویلي و، «موږ به یقیني کړو چې د اندس سيند يو څاڅکی اوبه هم پاکستان ته ونه رسي».
شنونکي وايي، سره له دې چې د تړون له ځنډولو سره هند سملاسي د اوبو بندولو واک نه لري، خو دا به ورته لاره هواره کړي چې د کشمير په سيمه کې نورې سترې پروژې هم عملي کړي.
په سيمه کې خلک وايي چې له تېرې پنجشنبې څخه تر شنبې پورې له سالال او بګلیهار بندونو څخه د اوبو خوشې کېدل يې ليدلي. ځايي ويډیوګانې ښيي چې د چېناب سيند ځينې برخې په بشپړ ډول بهېدلې، خو ځينې برخې د خټو له امله بندې شوې دي.
د هند، پاکستان حکومتونو او ایناېچپيسي شرکت له رویټرز سره د تبصرې لپاره اړیکو ته ځواب نه دی ویلی.
هند او پاکستان له ۱۹۴۷ راهیسې درې جګړې کړې دي چې دوه یې د کشمير پر سر وې او دا تازه پرمختګونه ښايي په سیمه کې تاوتریخوالی لا زیات کړي او نړيوالې اندېښنې را وپاروي.