ټرمپ پر غېر امریکایي فلمونو ۱۰۰‌سلنه ګمرکي تعرفه ولګوله

۷ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ اعلان وکړ، چې پر ټولو هغو فلمونو به ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګول شي چې له امریکا څخه بهر تولیدېږي.

د هغه په وینا، د امریکا سینمايي صنعت د هغو تشویقي وړاندیزونو له امله چې نور هېوادونه یې د فلم جوړوونکو او استډیوګانو د جذب لپاره وړاندې کوي، «په ډېرې چټکۍ سره له منځه ځي».
ټرمپ د روان کال د اپرېل په دویمه د «ازادۍ ورځې تعرفې» په نوم یوه نوې ستراتیژي معرفي کړې، چې له مخې یې دغه هېواد ته پر ټولو وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه او همداراز پر ۶۰ هېوادونو لوړې تعرفې لګول کېږي.
ډېری پوښتنې دا دي، چې د امریکا د ولسمشر د تعرفو اصلي طراح څوک دی؟
د کانټور فیټزجیرالډ (‏Cantor Fitzgerald) مشر او د وال‌سټریټ یوې مشهورې څېرې هاوارډ لوټنیک د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دویمه دوره کې د سوداګرۍ وزیر په توګه له ټاکل‌کېدو وروسته د «امریکا د سوداګرۍ ستراتیژیو اصلي معمار» ګرځېدلی دی.
نیویارک ټایمز څو ورځې وړاندې په یوې مقاله کې ویلي، چې نوموړي د پراخو وارداتي تعرفو په ډیزاین او پلي‌کولو کې کلیدي رول لوبولی؛ هغه تعرفې چې موخه یې له نړۍ سره د واشنګټن په سوداګریزو اړیکو کې بنسټیز بدلونونه راوستل دي.

نور خبرونه

رادیو