پنجاب کې د تندر پرېوتو له امله څلور کسان مړه شوي دي

۱۰ ساعتونه مخکې

د پاکستان اېکسپرېس تربیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د پنجاب ایالت په سوېلي سیمه بهاولپور کې د تندر پرېوتو په پېښه کې څلور کسه مړه شوي او څو تنه نور بیا ټپیان دي.

د پنجاب د طبیعي پېښو مدیریت ویلي، ټپیان تر درملنې لاندې دي او له خلکو یې غوښتي چې د ورښتونو پر مهال احتیاطي تدابیر ونېسي.

نور خبرونه

رادیو