ټرمپ وايي نه غواړي چې د درېیم ځل لپاره ولسمشر شي

۱۱ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه نه غواړي چې د درېیم ځل لپاره ولسمشر شي.

ټرمپ د اې بي سي چینل له کریسټن وولکر سره په «میټ ده پرېس» مرکې کې، چې د یکشنبې په ورځ خپرېږي، وویل: « زه به یو اته کلن ولسمشر یم، دوه دورې ولسمشر».

سره له دې چې ټرمپ پخوا ویلي و چې په ټوکه نه وایي چې غواړي درېیم یا ان څلورم ځل هم ولسمشر شي، خو وروسته یې دا خبرې د «جعلي خبري رسنیو» د ځورولو لپاره بللې وې.

د هغه شرکت، د ټرمپ سازمان، داسې خولۍ پلوري چې پرې لیکلي دي: ، ټرمپ ۲۰۲۸ او دا کار د خلکو ددې ګومانونو لامل شوی چې ګواکې ټرمپ غواړي له دویمې دورې وروسته هم واک کې پاتې شي.

په دې مرکه کې، چې د هغه له فلوریدا مېنې ثبت شوې، ټرمپ وویل، « ډېرو خلکو راته ویلي چې دې ته دې فکر وکړم خو تر اوسه زما په فکر دا کار قانوني نه دی».

هغه زیاته کړه، « ډېر کسان د۲۰۲۸ خولۍ پلوري، خو دا هغه څه نه دي چې زه یې په اړه غور کوم».

ټرمپ د ځینو جمهوري‌پالو سیاستوالو لکه مرستیال ولسمشر جې ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نومونه هم واخیستل چې کېدای شي د هغه ځایناستي شي.

هغه وویل: « زه فکر کوم څلور کاله بس دي، چې یو څه خورا غوره ترسره شي».

د امریکا د اساسي قانون ۲۲ تعدیل وایي چې « هیڅ کس نشي کولای تر دوه ځله زیات د ولسمشرۍ لپاره وټاکل شي».

د بي بي سي او رویټرز د رپوټ له مخې، د بیا نوماندۍ په صورت کې د اساسي قانون بدلون ته اړتیا ده چې باید د دواړو جرګو دوه پر درېیمه برخه غړي یې تصویب کړي او بیا د ایالتونو درې پر څلورمه برخه یې تائید کړي.

سره له دې، د ټرمپ ځینو ملاتړو ویلي چې ممکن د اساسي قانون یوه تشریحي تشه وي، خو دا لا تر اوسه په کومه محکمه کې نه ده ازمویل شوې.

کله چې له ټرمپ وپوښتل شول چې ایا چا له هغه سره د دې نظریې په اړه خبرې کړي، هغه ځواب ورکړ چې « ډېرو ملاتړو مختلفې خبرې کړي دي».

په مرکه کې، ټرمپ د اقتصادي کړکېچ پر وړاندې هم د ځان دفاع وکړه او ویې ویل: « هر څه سم دي. دا یو انتقالي پړاو دی. فکر کوم چې موږ به خورا غوره اقتصادي وضعیت ولرو».

نور خبرونه

رادیو