زېلېنسکي: د روسیې د اوربند پر ژمنو باور نه لرم

۱۴ ساعتونه مخکې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ وویل، باور نه لري چې روسیه به د مسکو د بریا د ورځې د لمانځنې له امله اعلان شوي درې ورځني اوربند ته ژمن پاتې شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مې په نهمه په اروپا کې د دویمې نړۍوالې جګړې د پای ته رسېدو د کلیزې لپاره د درې ورځني اوربند امر وکړ او ویې ویل، چې په دې پرېکړې سره د اوږدې مودې سولې لپاره د کییف چمتووالی ازمایي.

زېلېنسکي په پراګ کې د چک ولسمشر پیټر پاول سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «دا لومړۍ ننګونه نه ده او نه هم دا د روسیې له خوا د اوربند لپاره لومړۍ ژمنې دي.»

زېلېنسکي چې ځواکونه یې د فېبروري ۲۰۲۲ راهیسې د روسیې د یرغل سره مبارزه کوي، زیاته کړه: «موږ پوهېږو چې له چا سره معامله کوو، موږ پرې باور نه لرو.»

مسکو تر دې وړاندې د مارچ په میاشت کې د کییف او واشنګټن له خوا وړاندیز شوی غیر مشروط ۳۰ ورځنی اوربند رد کړی و.

زېلېنسکي وویل: «نن او په دې ټولو ورځو کې دوی د یو ډول جزوي اوربند د غوښتلو په اړه خبرې کوي، مګر تاسو باید پوه شئ، د مثال په توګه چې نن ورځ د بریدونو شمېر په وروستیو میاشتو کې تر ټولو لوړ دی.»

هغه همداراز زیاته کړې، چې روسیې د شنبې په ورځ له ۲۰۰څخه ډېر بریدونه کړي دي.

د یادولو ده، چې زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ د خپلې مېرمنې سره د دوه ورځني سفر لپاره پراګ ته تللی.

د چک جمهوریت چې د اروپايي ټولنې او ناټو غړی دی، د ۲۰۲۲ کال په فېبروري کې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې اوکراین ته د پام وړ بشري او پوځي ملاتړ چمتو کړی دی.

له نیم مېلیون څخه ډېرو اوکرایني کډوالو ته یې ځای ورکړی او د اوکراین پوځ ته یې د ټانکونو، زغره والو موټرو او چورلکو په ګډون تجهیزات چمتو کړي دي.

نور خبرونه

رادیو