د رویټرز د یوه راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ د تګلارو له امله اندېښمن ګڼ امریکایان اوس په اروپا کې د نوې راتلونکې په لټه کې دي.
د ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته ځینې امریکایان چې د سیاسي وېش، د همجنسو حقونو او نورو مسایلو په اړه اندېښمن دي، وايي، غواړي له امریکا ووځي.
په دغه راپور کې د وېزو د مشورتي ادارو، د کډوالۍ وکیلانو او حکومتي شمېرو له مخې ویل شوي، چې په وروستیو میاشتو کې له امریکا څخه اروپا ته په ځانګړي ډول پرتګال، هسپانیا او ایټالیا ته د تلو غوښتنې ډیرې شوې دي.
په امریکا کې مېشته یوه همجس خوښې جوړه وايي، کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ پرېکړه وکړه دوی ورسره سم له امریکا څخه د وتلو پریکړه وکړه.
۶۹ کلنه ډیویس وايي:« موږ دا هېواد خوښوو، خو داچې اوس څه ته اوښتی، دا مو نه خوښیږي. کله چې ستا هویت تر برید لاندې راشي، نو یو شخصي احساس د غوسې او نهیلیتوب پیدا کیږي.»
اوس دوی د کډوالۍ له یوه وکیل سره په ګډه کار کوي، څو اروپا ته د کډوالۍ امکانات وارزوي.
ډیویس وايي:«زه د کډوالۍ پرېکړې خفه کړې یم، ځکه خپله ټولنه به پریږدم، خو دا یو داسې سیاسيي او ټولنیز وضعیت دی، چې منل یې ممکن نه دي.»
رویټرز د امریکا د کډوالۍ ادارو له قوله ویلي، چې د ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته اروپا ته د امریکایانو د تګ فکر ډیر شوی.
د کډوالۍ په برخه کې د تور پوستو امریکایانو سره یوې مرستندویه ادارې ویلي، چې د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د دغې ادارې د ویبپاڼې لیدونکي تر ۵۰ سلنې ډیر شوي او ډیری کسان له امریکا څخه د وتلو او په اروپايي هېوادونو کې د مېشتیدو لارې ارزوي.
پر همدغه مهال د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکایانو له خوا د ایرلنډ پاسپورټونو غوښتنلیکونه سږکال د جنوري او فبرورۍ په لومړیو دوو میاشتو کې د تېرو لسکو کلونو په پرتله تر ټولو زیات وو.
په ۲۰۲۴ کال کې په ورستیو درېیو میاشتو کې د برېتانیا پاسپورت لپاره ۱۷۰۸ غوښتنلیکونه ورکړل شوي وو، چې دا په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
په برېتانیا کې د کډوالۍ وکیلانو یوه کمپنۍ وایي، له امریکا څخه د دوی د مشورې غوښتنو کې له ۲۵ سلنې زیاتوالی راغلی.
په راپور کې د کډوالۍ شرکتونو له قوله ویل شوي، چې په وروستیو کلونو کې له دغه هېواد څخه بهر ته د تګ لیواتیا ډیره شوې او علتونه یې هم سیاسي وېش، تاوتریخوالی او وسله وال بریدونه بلل شوي دي.
د ایټالیا د کډوالۍ یوه مشاور کارکو پېر موینین ویلي، چې په ۲۰۲۰ کال کې چې کله ټرمپ د امریکا ولسمشر وټاکل شو، د ایټالیا د تابعیت غوښتنو کې په ځانګړې توګه د جمهوریپالو امریکایانو زیاتوالی راغلی.