د ایران دفاع وزیر: که امریکا پوځي اقدام وکړي، په منځني ختیځ کې به یې اډې په نښه کړو

۹ ساعتونه مخکې

د ایران د دفاع وزیر عزیزالله ناصرزاده د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې تهران به د امریکا د هر ډول پوځي اقدام پروړاندې په منځني ختیځ کې د دغه هېواد د اډو په نښه کولو سره غچ واخلي.

ناصرزاده د ایران یوه دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «که پر موږ برید وشي او جګړه راباندې تحمیل شي، نو په زور سره به ځواب ورکړو. موږ به د دوی ګټې او د دوی اډې په نښه کړو،»

نوموړي همدا راز وویل، چې ایران د خپلو ګاونډیانو سره هېڅ دوښمني نه لري، مګر خبرداری یې ورکړ چې که واشنګټن برید وکړي، نو په هغو ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا اډې به مشروع هدف وګڼل شي.

همدارنګه د یکشنبې په ورځ، ایران خپل وروستی بالستیک توغندی، چې د "قاسم بصیر" په نوم یادېږي، نندارې ته وړاندې کړ.

د قاسم بصیر توغندی یو جامد سونګ بالسټیک توغندی دی، چې د ۱۲۰۰ کیلومتره واټن وهلی شي.

ایران او امریکا د اپرېل له ۱۲مې راهیسې په اټومي خبرو اترو بوخت دي.

عمان چې ددغه خبرو منځګړی دی، د اوونۍ په پیل کې یې وویل چې د خبرو اترو څلورم پړاو چې په اصل کې د شنبې لپاره ټاکل شوی و، د "لوژیستیکي دلایلو" له امله وځنډول شو.

نور خبرونه

رادیو