ټرمپ غواړي ریاض ته د سفر پر مهال د شپږو خلیجي هېوادونو له مشرانو سره وګوري

۹ ساعتونه مخکې

د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د یوې حکومتي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د روانې میاشتې په وروستیو کې ریاض ته د سفر پر مهال د شپږو خلیجي هېوادونو له مشرانو سره وګوري.

د مې له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته د ټرمپ سفر به د هغه د دویمې دورې لومړنی بهرنی سفر وي.

د فرانسې خبري اژانس د سرچینې له قوله لیکلي: «ټرمپ به په ریاض کې د خلیج همکارۍ شورا (GCC) له مشرانو سره وګوري.»

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د دغه سفر موخه د «سیاسي او اقتصادي همکارۍ» پیاوړتیا ده.

اکسیوس د یوه عربي چارواکي په حواله د شنبې په ورځ راپور ورکړی و، چې اوس مهال داسې کوم پلان نشته چې د نورو عربي هېوادونو مشران سرمشریزې ته راوبلل شي، خو دا ممکن بدلون ومومي.

د ټرمپ له سفر وړاندې، متحده ایالاتو د جمعې په ورځ سعودي عربستان ته د ۳.۵ مېلیارد ډالرو په ارزښت د توغندیو پلور تصویب کړ.

ریاض ته دا سفر وروسته له هغه کېږي، چې متحده ایالاتو او ایران د تهران د اټومي پروګرام په اړه غیر مستقیمې خبرې اترې پیل کړې دي.

نور خبرونه

رادیو