د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام؛ عراقچي سبا پاکستان ته سفر کوي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۴

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سبا دوشنبه پاکستان ته سفر کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې عراقچي به په پاکستان کې د دغه هېواد له جګپوړو چارواکو سره وویني او د سیمې او نړۍ د وروستیو بدلونونو په اړه به خبرې وکړي.

اېرنا خبري اژانس د ښاغلي بقایي له حوالې لیکلي، چې عراقچي به په روانه اونۍ کې په یوه رسمي سفر هند ته هم لاړ شي.

نور خبرونه

رادیو