د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه هېواد د ډیپلوماټیکو هڅو موخه دا ده چې نړیوالې ټولنې ته حقایق وړاندې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي ته امر کړی چې ژر تر ژره د امنیت شورا غونډې د رابللو لپاره ګامونه واخلي.
د ایکسپرېس ټریبیون د رپوټ له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دا غونډه به د جنوبي اسیا د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره وي، چې د وزارت په وینا، د هند د «پاروونکو اقداماتو» له امله ترینګلې شوې ده.
اعلامیه زیاتوي، پاکستان به امنیت شورا ته په سیمه کې د هند د اقداماتو په اړه معلومات ورکړي او دا به هم څرګنده کړي چې څنګه «هند د اندس د اوبو تړون په ناقانونه توګه لغو کړی، چې د اندس سیند د کارونې لپاره یو نړیوال تړون دی».
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا ګامونه د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو برخه ده چې نړیوالو ته د هند ددریځ پر وړاندې حقیقتونه وړاندې کړي.
بلخوا، د پاکستان ملکي او پوځي مشرتابه د یکشنبې په ورځ د ټولو سیاسي ګوندونو استازو ته د ملي امنیت په اړه یوه تفصیلي غونډه کې معلومات ورکوي، چې تمرکز به یې له هند سره پر زیاتېدونکي کړکېچ وي.