شینبام: مکسیکو ته مې د امریکایي سرتېرو د استولو په اړه د ټرمپ وړاندیز رد کړ

۱۲ ساعتونه مخکې

د امریکا ځایي رسنیو خبر ورکړی، چې د مکسیکو ولسمشرې کلاډیا شینبام د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز یې رد کړی چې غوښتل یې د امریکا پوځ مکسیکو ته واستوي، ترڅو د نشه یي توکو د قاچاقبرو پر ضد مرسته وکړي.

شینبام په یوې عامه غونډه کې د وال ستریټ ژورنال هغه راپور تایید کړ، چې یوه ورځ مخکې خپور شوی و او پکې ویل شوي و، چې ټرمپ د امریکا د پوځ د لا زیاتې ښکېلتیا غوښتنه کړې وه، ترڅو د مکسیکو د نشه یي توکو جګړه کې مرسته وکړي.

شینبام وویل: «هو، دا خبره ریښتیا ده او زیاته یې کړه چې په وروستیو میاشتو کې په ځینو خصوصي اړیکو کې ورته ټرمپ ویلي وو: «څنګه درسره مرسته کولی شو چې د نشه یي توکو پر ضد مبارزه وکړئ؟ زه وړاندیز کوم چې د امریکا پوځ دې درشي او درسره مرسته دې وکړي.»

نوموړې وایي، چې دا وړاندیز یې رد کړی او ټرمپ ته یې ویلي: «نه، ولسمشر ټرمپ، زموږ خاوره نه بدلېدونکې ده، زموږ حاکمیت نه بدلېدونکی دی. … موږ همکاري کولی شو، یو ځای کار کولی شو، خو تاسو دې په خپل قلمرو کې واوسئ او موږ به په خپل قلمرو کې. موږ کولی شو معلومات شریک کړو، خو موږ به هېڅکله هم د امریکا د پوځ شتون په خپله خاوره کې ونه منو.»

وال ستریټ ژورنال د مې په دویمې راپور کې ورکړی و، چې ګمان کېږي ټرمپ د اپرېل په ۱۶مه یوه ټلیفوني اړیکه کې شینبام ته ویلي و چې هغه امریکايي ځواکونه چې دی یې رالېږي، کولی شي د مکسیکو د قاچاقبرو پر ضد مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو