سهیل شاهین: طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ سپارلو په تړاو مشورې ښه اقدام دی

پرون

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین وايي، طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ سپارلو پر سر سلا مشورې یوه ښه اقدام دی. نوموړی وايي، په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د استازي حضور یوه اړتیا او د طالبانو د حکومت حق دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو په قطر کې د طالبانو د سفیر سهیل شاهین یو غږیږ پیغام خپور کړی. په دغه غږیږ پیغام کې سهیل شاهین طالبانو ته د ملګرو ملتونو د څوکۍ سپارلو په اړه د سلا مشورو هرکلی کړی.

سهیل شاهین وايي:«د طالبانو استازي ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ سپارلو په اړه سلا مشورې یو غوره اقدام دی.»

شاهین په دغه غږیږ پیغام کې ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د استازي حضور یوه اړتیا او د طالبانو د «حکومت» حق دی.

دغه طالب چارواکی وايي، د تېرو کلونو پرمهال په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د استازي په نه شتون کې په بېلابېلو برخو کې ستونزې وې. هغه وايي، «په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د استازي په حضور سره به د مختلفو ستونزو حل ته رسېدنه وشي.»

دوه ورځې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته یو شمېر باوري سرچینو ویلي و، چې د دغه سازمان ډېپلوماټانو د افغانستان د سیاسي حل لارې او همداراز په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازي سهیل شاهین ته د افغانستان څوکۍ د سپارلو پر سر سلا مشورې کړې دي.

تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د دغه سازمان په بحثونو او خبرو اترو کې طالبانو ته د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ د سپارلو لپاره هېڅ راز هوکړه یا طرح نشته.

نور خبرونه

رادیو