د حوثیانو رسنۍ: امریکا د یمن د پلازمېنې په شاوخوا کې هوایي بریدونه وکړل

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۴

د حوثیانو رسنیو راپور ورکړ، چې امریکا په شپږو هوایي بریدونو سره د یمن د صنعا ښار پر بني حشیش بریدونه وکړل.
العربیه د سرچینو په حواله وایي، چې درنو چاودنو د یمن پلازمېنه ولړزوله او امریکا همداراز په درېیو هوایي بریدونو سره د صعده ښار په ختیځ کې د حوثیانو اډې په نښه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا تېره ورځ هم د یمن په صعده، مارب، الجوف او حدیدې هوایي بریدونه وکړل.
د حوثیانو اړوند رسنۍ راپور ورکړ، چې د امریکا هوایي بریدونو د حوثیانو توغندی له توغولو مخکې په الجوف کې په نښه کړ، چې په پایله کې یې د دې ډلې څو غړي ووژل شول.
اخوا، د یمن حوثیانو نن د اسراییل د بن ګوریون نړۍوال هوايي ډګر ته نږدې سیمه په نښه کړه.
د دې توغندي تر لګېدو وروسته، ګڼ شمېر اروپايي او امریکايي هوايي شرکتونو خپلې الوتنې د څو ورځو لپاره ودرولې.
د یادولو ده، چې په وروستیو اوونیو کې د متحده ایالاتو پوځ د یمن د حوثیانو پروړاندې بریدونه زیات کړي دي.
د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړو له پیلېدو وروسته حوثیانو د «فلسطینیانو د ملاتړ» په موخه پر نړۍوالو بېړیو خپل بریدونه پیل کړل، چې دا بریدونه د سره سمندر، باب‌المندب تنګي او عدن خلیج ته وغځېدل او د سیمې سمندري امنیت یې له ګواښ سره مخ کړ.
ویل کېږي، چې د دغو بریدونو لمن ان د هند سمندر ته هم پراخه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو