امریکا د یمن په صعده، مارب، الجوف او حدیدې هوایي بریدونه کړي.
د حوثیانو اړوند رسنۍ راپور ورکوي، چې د امریکا هوایي برید د حوثیانو توغندی له توغولو مخکې په الجوف کې په نښه کړ، چې په پایله کې یې د دې ډلې څو غړي ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو اوونیو کې د متحده ایالاتو پوځ د یمن د حوثیانو پروړاندې بریدونه زیات کړي دي.
د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړو له پیلېدو وروسته حوثیانو د «فلسطینیانو د ملاتړ» په موخه پر نړۍوالو بېړیو خپل بریدونه پیل کړل، چې دا بریدونه د سره سمندر، بابالمندب تنګي او عدن خلیج ته وغځېدل او د سیمې سمندري امنیت یې له ګواښ سره مخ کړ.
ویل کېږي، چې د دغو بریدونو لمن ان د هند سمندر ته هم پراخه شوې ده.