پهلګام پېښه؛ شهباز شریف وایي د هند پاروونکو اقداماتو باوجود، د پاکستان غبرګون مسولانه دی

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۳

له هند سره د ډېپلوماټیکې سیالۍ په دوام د پاکستان لومړي وزیر د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د مقبوضه کشمیر د پهلګام تر پېښې وروسته، سره له دې چې هند پاروونکي اقدامات کړي، پاکستان د زغم او مسولیت لاره خپله کړې ده.

شهباز شریف د جمعې په ورځ د ترکیې له سفیر سره په کتنه کې وویل، پاکستان تل د ترهګرۍ غندنه کړې او د پهلګام پېښې په اړه د هند ادعاوې بې‌اساسه دي. هغه زیاته کړه چې هند هڅه کوي دا پېښه له پاکستان سره وتړي، خو تر اوسه یې هېڅ ډول معتبر ثبوت نه دی وړاندې کړی.

بلخوا د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر وړاندې به پرېکنده اقدام وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه، چې که هند غواړي د پېښې په اړه باوري، شفاف او بې‌طرفه نړۍوال تحقیقات وشي، نو اسلام‌اباد چمتو دی پوره همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه، که ترکیه پدې تحقیقاتو کې شاملېږي، پاکستان به یې تود هرکلی وکړي.

په دغې لیدنه کې د ترکیې سفیر ډاډ ورکړ چې هېواد یې د پاکستان له دریځه ملاتړ کوي او په اوسني کړکېچ کې د زغم او سولې اړتیا مهمه بولي. نوموړي زیاته کړه چې د سیمې ثبات او د سویلي اسیا امن ته باید لومړیتوب ورکړل شي. دا هغه غوښتنه ده چې امریکا هم له دواړو هېوادونو غوښتې ده.

نور خبرونه

رادیو