اوکراین د لومړي ځل لپاره د روسې جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۳

د اوکراین د پوځ استخباراتو ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې د سمندري ډرون په وسیله د روسي جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې ده.

رویټرز د اوکراین د پوځ د استخباراتو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د یو سمندري ډرون توغندي په وسیله د روسیې یوه SU-۳۰ جنګي جېټ الوتکه رانکسوره کړې ده.

د اوکراین د پوځ استخباراتو دا پېښه په نړۍ کې لومړنۍ پېښه بللې، چې یوه جنګي الوتکه د سمندري ډرون له‌خوا ویشتل شوې ده.

راپورونه ښيي، چې د روسیې یاده جنګي الوتکه پرون د اوکراین د استخباراتو یوې ډلې له‌خوا د تور سمندرګي د نوروسیسک بندر ته نږدې په اوبو کې ویشتل شوې ده.

که څه هم د روسیې دفاع وزارت تر دې دمه د اوکراین د دې ادعا په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو یاد وزارت ته نږدې سرچینو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې تېره شپه یوه جنګي جېټ الوتکه د نوروسیسک لوېدیځ ته ۵۰ کیلومترۍ کې د اوکراین له‌خوا ویشتل شوې ده.

راپورونه زیاتوي، چې اوکراین د روسیې په پرتله له جګړه‌یز پلوه کمزوری ده او له تېرو درېیو کلونو راهیسې په هوا او سمندر کې د روسیې پر ضد د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) له لارې جګړه پرمخ وړي.

د اوکراین دغه سمندري ډرونونه، چې د بیې له پلوه ارزانه دي، د روسي ځواکونو لپاره په یوه جدي ګواښ بدل شوي او ډېر اغېزناک تمام شوي دي.

اوکراین د ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر کې هم ادعا کړې وه، چې د ورته ډرون په وسیله یې د روسیې یوه پوځي هلیکوپټر ویشتلی.

نور خبرونه

رادیو