سعودي عربستان په دمشق کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د اسراییل بریدونه غندلي او وایي، چې دغه بریدونه د سوریې د حاکمیت، امنیت او ثبات پر ضد ترسره شوي دي.
دوی پر سوریې د اسراییل برید د دغه هېواد پر ملي حاکمیت تېری بللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې اسراییل د جمعې په ورځ د سوریې په پلازمېنې دمشق کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه هوایي برید وکړ، چې په ټول دمشق کې یې غږ واورېدل شو.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «پر سوریې د اسراییل هوايي بریدونه په سختو ټکو کې غندو. همدا ډول سعودي عربستان د اسراییل هغه بریدونه هم غندي چې د سوریې د عربي جمهوریت حاکمیت، امنیت او ثبات سرغړونه کوي.»
له دغه برید وروسته د اسراییل د پوځ ویاند وویل: «جنګي الوتکو په دمشق کې د الشرع ماڼۍ ته نږدې سیمه کې برید کړی دی.»
په یوه ګډه اعلامیه کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسراییل کاټز دا د سوریې نویو واکمنانو ته «روښانه پیغام» وباله.
دوی وویل: «موږ به د دمشق سوېل ته د ځواکونو لېږلو یا د دروز ټولنې ته د کوم ګواښ اجازه ورنکړو.»
د سوریې ولسمشرۍ دفتر دا برید «د دولتي ادارو او د هغې د حاکمیت پر وړاندې یو خطرناک زیاتوالی» وباله او اسراییل یې د هېواد د بې ثباته کولو په تور تورن کړ.