اسراییل: نتنیاهو د ایران په اړه له مایکل والټز سره نږدې اړیکه نه درلوده

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۳

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر وایي، چې بنیامین نتنیاهو او مایکل والټز د واشنګټن پوسټ د راپور برعکس له ایران سره پراخې اړیکې نه لري.

په دې غبرګون کې د اسراییل د لومړي وزیر دفتر څرګنده کړې، چې نتنیاهو د فېبرورۍ په میاشت کې له دې مخکې چې له ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري، په بلر هاوس کې له مایکل والټز او ستیو ویتکاف سره یو دوستانه ملاقات کړی و.

د اسراییل د لومړي وزیر د دفتر د معلوماتو له مخې، والټز له جی‌ډي ونس سره یوځای له نتنیاهو سره د واشنګټن له پرېښودو وړاندې هم لیدنه کړې وه.

د دوی په خبره، له هغه راهیسې نتنیاهو، والټز او ویتکاف یوازې یوه ټلیفوني مکالمه کړې، چې موضوع یې ایران نه و.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې واشنګټن پوسټ راپور ورکړی و چې د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مایکل والټز له بنیامین نتنیاهو سره د ایران پر ضد د نظامي انتخابونو د کارولو په اړه پراخې همغږۍ کړې وې، چې دې کار د ټرمپ غوسه راوپاروله او بالاخره د والټز د برطرفۍ لامل شو.

واشنګټن پوسټ د غويي په ۱۳مه د سپینې ماڼۍ د لوړپوړو چارواکو او د ولسمشر د سلاکارانو له خولې لیکلي، چې د والټز د برطرفۍ پرېکړه د ټرمپ د زیاتېدونکي نارضایتۍ له امله وشوه، ځکه چې والټز د ټرمپ په پرتله د نظامي ځواک د کارولو زیات تمایل درلود.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د واشنګټن پوسټ راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې نتنیاهو که څه هم امریکا ته د سفر پر مهال له والټز سره لیدنه کړې، خو له هغه وروسته یې د ایران په اړه هېڅ خبرې نه دي کړې.

نور خبرونه

رادیو