اسراییل په غزه کې د پوځي عملیاتو د پراخېدو طرحه تصویب کړه

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۲

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د اسراییل د امنیت شورا د غزې په تړانګه کې د پوځي عملیاتو د پراخېدو طرحه تصویب کړې ده. دغه اقدام د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د اسراییلي پوځ د لوی درستیز ایال زمیر له څرګندونو وروسته شوی دی.

اسراییلي چارواکو د جمعې په ورځ (مې ۲مه) ټینګار کړی چې د په غزه کې روان عملیات به د یرغمل‌شویو کسانو تر خوشې‌کېدو او حماس د ګواښونو تر ختمېدو پورې دوام ولري.

یوه لوړپوړی اسراییلی امنیتي چارواکی چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، Ynet په نوم یوې رسنۍ ته وویل: «تر هغه چې حماس زموږ برمته‌شوي کسان خوشې نه کړي، پوځي عملیات به لا پراخ شي.» ویل کېږي چې لا هم شاوخوا ۵۹ برمته‌شوي کسان د حماس په ولکه کې دي او د هغوی له ډلې یوازې ۲۴ کسان ژوندي پاتې.

د اسراییل لومړي وزیر د پنجشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د اسراییل موخه په غزه کې «د حماس بشپړ ماته» ده. هغه وویل: «په جګړه کې د نهايي موخې بریا ده او دغه بریا یواځې هغه وخت ترلاسه کېږي کله چې زموږ دښمن په بشپړه توګه مات شوی وي.»

ورته مهال، د بشري حقونو بنسټونو د وضعیت د خرابېدو او خوړو، درملو او بشرپاله مرستو ته د محدود لاس‌رسي په تړاو خبرداری ورکړی دی. د بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو ویلي چې د مرستو د لاریو د ننوتلو محدودیتونه او د روغتونونو، ښوونځیو او د اوبو د اسانتیاوو په څېر مهمو زیربناوو په نښه کول، بشري ناروین بې‌ساري کچې ته رسولی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي، د اسراییل لومړي وزیر دفتر د دې راپورونو په تړاو له څرګندونې ډډه کړې، خو رسمي سرچینو منلې چې دا پرېکړه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وروستۍ شي. ځیني اسراییلي سیاسي شنونکي وايي چې دا پرېکړه ښایي له سیمه‌ییزو منځګړو سره پر غېرمستقیم مذاکراتو د فشار ډېرېدو لپاره شوې وي.

دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په سیمه کې د مارچ میاشتې د اوربند له ختمېدو وروسته پوځي فشار مخ پر زیاتېدو دی او د سولې مذاکراتو پر وړاندې یو وار بیا خنډونه لیدل کېږي.

د اوربند له پای ته رسېدو وروسته، د اسراییلي ځواکونو په غزه کې د خوندي‌ سیمو جوړولو ته دوام ورکړی دی. دا سیمې په عملي توګه د زرګونو کورنیو د بې‌ځایه کېدو لامل شوي او اوس د دې ۲.۳ مېلیوني سیمې ډېری وګړي د غزې په مرکزي او ساحلي سیمو کې راټول شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د اسراییل او حماس د جګړې له پیله تر اوسه پورې په غزه کې لږترلږه ۵۲ زره ۴۱۸ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۸۰ زره ۹۱ ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو