د بامیان په کوهمرد ولسوالۍ کې د اوبو رسونې اووه شبکې جوړېږي

۵ ساعتونه مخکې

د بامیان ولایت د کوهمرد ولسوالۍ په اوو کلیو کې د ۲۸.۴میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې شبکو د جوړېدو کار پیل شو.

د بامیان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا ضیاءالله خادم په وینا، دا پروژې د نړۍوال بانک په مالي مرسته پلي کېږي او له بشپړېدو سره به شاوخوا ۹۰۰کورنۍ، ۱۱جوماتونه، یوه دینی مدرسه او دوه ښوونځي پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

د بامیان والي مولوي عبدالله سهرابي د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د خلکو اړتیاوو ته په کتو پراختیایي پروژې پلي کوي.

نور خبرونه

رادیو