هند د جنګي الوتکو لپاره د بېړني الوتنځي لیکه پرانیزي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۲

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې هند به د اترپردېش ایالت په جهان‌پور ولسوالۍ کې، د ګنګاه ایکسپریس‌لارې په اوږدو کې جوړ شوی د جنګي الوتکو بېړني الوتنځي لیکه پرانیزي.

انډیا ټوډې راپور ورکړی، چې دا په هند کې لومړۍ لیکه ده، چې جنګي جټ الوتکې کولی شي د ورځې او شپې، هر وخت پرې بېړنۍ ناستې کولی شي. د دې لیکې اوږدوالی ۳.۵ کیلومتره ښودل شوی دی.

هندي رسنیو ویلي، چې هېواد یې د خپلې دفاعي وړتیا د پیاوړتیا په هدف یو مهم ګام اخیستی او د هند هوايي ځواک به پر دغه بېړنۍ لیکه دوه پړاوه تمرینونه ترسره کړي.

په دغو تمریني الوتنو کې د هند مخکښې جنګي او ټرانسپورټي الوتکې برخه اخلي.

د هندي رسنیو له‌خوا په یوې خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې د هند د هوايي ځواک الوتکې پر دې لیکه ازمایښتي الوتنې کوي، څو ارزونه وکړي، چې ایا دا لیکه د بېړني حالت پر مهال د بدیل الوتنځي په توګه کارېدلی شي که نه.

د راپورونو له مخې، د هند هوايي ځواک به د دې بېړنۍ لیکې د بشپړې عملیاتي وړتیا د ارزونې لپاره نه‌ یوازې د ورځې، بلکې د شپې په اوږدو کې هم د الوتکو ناستې او تمرینونه ترسره کړي.

یاده لیکه د ځانګړو تخنیکي وسایلو په کارولو سره جوړه شوې او دومره پیاوړې ده، چې د درنو پوځي الوتکو وزن او فشار زغملای شي.

د هند هوايي ځواک مسولین وايي، چې دا الوتنځای نه‌ یوازې د دغه هېواد دفاعي چمتووالی لوړوي، بلکې د بیړنیو حالاتو پر مهال د چټک ځواب او غبرګون وړتیا هم پیاوړې کوي.

یاده لیکه په عادي حالاتو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره کارول کېږي.

هند دغه سړک په داسې مهال پرانیزي، چې د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو تر برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي.

نور خبرونه

رادیو