د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د اسیا پسیفیک څانګې مشرې کاني وګنراجا وايي، چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو بندیزونه تر ۲۰۲۶ کال پورې د افغانستان اقتصاد ته ۹۲۰ مېلویونه ډالر زیان اړولی شي.
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د اسیا پسیفیک څانګې مشرې کاني وګنراجا زیاتوي، چې طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي او د ښځو په مشرۍ د سوداګرۍ ملاتړ دې وکړي.
نوموړې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې که د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه دوام ومومي نو د ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۶ کلونو پورې به د افغانستان اقتصاد ته نږدې ۹۲۰ مېلیونه ډالره زیان واړوي.
نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما تېره ورځ په خپل نوي راپور کې ویلي وو، چې طالبانو د ښځو پر ازداۍ او حقونو خپل بندیزونه سخت کړي او ښځې یې له ټولنیز ژونده ایستلي دي.